پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د هېواد په کچه ستر بيرغ پورته شو
نیټه: Mon, 19 Aug 2019 12:31:46 +0000

 

د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت په ننګرهار کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هېواد تر ټولو لوړ او ستر ملي بېرغ پورته شو.
چارواکې واٍيې ددي ورځي دښي نمانځني لپاره یې له تيرو سلو ورځو راهیسې ترتیبات نيولي. 
  ننګرهار کې د خپلواکۍ سلمې کلیزې د نمانځنې مراسم سهار مهال د خپلواکۍ د ګټوونکي غازي امان الله خان په مقبره د ملکي او نظامي چارواکو له لوري د ګلونو په ګېدۍ کېښودلو پیل شوه.
له هغه وروسته  مسوولینو د ښار د دوه نویو څلور، غازي څلي او د نړۍ په کچه د لوړترین بیرغ پرانسته هم وکړه، چې د جلال اباد ښار د فارمي هډې په تپه هسک دی.
مسوولین وایي، د خپلواکۍ د یوې پيړۍ په پوره کېدو د دې ملي ورځې نمانځنې ته د جلال اباد سربیره په ولسوالیو کې هم چمتوالی نیول شوی .
ولسي خلک هم خوښ دي او په خورا جوش سره يي د هیواد د خپلواکۍ ورځ  ولمانځله .
دوی وایي، د دې ملي ورځې د لمانځني تر څنګ باید د غازي امان الله خان د فکر د ودې لپاره هم کار وشي او هغه برنامې حکومت پلي کړي، چې غازي په پلان کې لرلې.
تيره شپه هم په ولسي کچه او هم دحکومتي مسؤلېنو له لورې دهيواد دخپلواکۍ سلمه کلېزه دمحلي موسیقۍ ،اور لوبو او اتڼونو په ترسره کولو سره ونمانځل شوه. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته