پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده
نیټه: Sun, 25 Aug 2019 13:18:11 +0000

 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې سږ کال له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره شوې ده.
د دې خونې سرپرست خان جان الکوزي رسنیو ته ویلي  چې تېر کال له دغه هېواد سره سودګریزه راکړه ورکړه تر ۱۲۰۰ میلیونو ډالرو راښکته شوې وه، خو سږ کال دا شمېر ان یو نیم ميلیارد ډالرو ته پورته شوی دی.
نوموړی وايي، پاکستان ته د افغاني صادراتو ډېرېدل په اقتصادي برخه کې د ځان بساینې په لور ښه اقدام بلل کېږي.
الکوزي همداشان د افغاني مالونو پرمخ د پاکستان له لوري د واګې بندر د خلاصېدو خبر هم ورکوي.
دی وايي، د پاکستان او هندوستان ترمنځ وروستیو سیاسي نانندریو له امله دا بندر د هر ډول سوداګرۍ پر مخ وتړل شو، خو په اسلام اباد کې د افغان سفارت په هلو ځلو بېرته د افغاني مالونو پرمخ خلاص شو چې اوس مهال د ورځې په اوسط ډول له شلو تر دېرشو کانتینرونو پورې وچه او تازه مېوه او نور افغاني محصولات هندوستان ته رسېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته