پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې زیتونو د فابریکې فعاليتونه په نشت حساب دي
نیټه: Tue, 27 Aug 2019 10:51:12 +0000

 


د ننګرهار کانال ریاست اړوند دزیتونو فابریکه چې کلونه وړاندي چوړه شوي اوس یې فعاليتونه په نشت حساب دي. 
تازه دې فابریکې ته دایټاليا هيواد له لوري عصري ماشینونه په واک کې ورکول شوي چې دمسؤلينو په وینا د دي ماشینرۍ په فعالیت سره به دفابریکې روان فعالیت دوه برابره لوړ شي. 
د فابریکې ځيني پخواني کارکوونکې وایې لسګونه کاله وړاندي یادي فابریکي زرکونه تنه رسمي او غیري رسمي کارکوونکي لرل چې د وخت په تیریدو او دزیتونو باغنو دحاصلاتو په کميدو سره دفابریکې فعالیتونه د نشت برابراو کارکوونکې یې بي کاره شول.
 دوي وایې که دا فابریکه خپل پخواني حالت ته ور وګرځي نو په ننګرهار کې به ورسره دبې کارئ کچه کمه شې.
که څه په تیرو پرلپسي دوو کلونو کې دزیتونو باغونو د حاصلاتو د کمښت له کبله  دفابریکي توليدات هم کم شوي وو خو دفابریکې مسؤلين وایې سږکال دزیتونو باغونو ته دزیاتي پاملرني له امله هيلمندي شته چې یاد باغونه دتیروکلونو په پرتله به څو برابره زیات حاصلات ورکړي چې ورسره سم به دفابریکي توليدات هم زیات شي. 
دمالوماتو له مخي دزیتونو فابریکي په لومړنیو وختونو کې نږدي اته زره ټنه زیتون چې نیمایې یې اچاراو نیمایې یې دزیتونو تيل وو پروسس کول او دننګرهار دهيواد په کچه لویه اقتصادي پروژه ده چې په شاوخوا پنځه ویشت زره هیکتاره ځمکه کې جوړه شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته