پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ۱۴۰۰ ميليونو افغانېو په لګښت ښوونځي جوړیږي
نیټه: Wed, 28 Aug 2019 11:30:30 +0000

 

په ننګرهار کې د څوارلس  سوه میلیونو افغانیو په لګښت په څوارلس ولسوالیو کې ښوونځيو ته نوی ودانۍ جوړیږي.

په دغه ولایت کې د ولسي تړون د ملي پروګرام مسول استاد زاهد وايي ياد ښوونځي په معیاري ډول جوړیږي چې د درسې خونو ، ادارې خونو سربیره به نور ضروري ملحقات هم ولري.
استاد زاهد  په ننګرهار کې د ولسي تړون د پروګرام مسول: ( ننګرهار کې تقریبآ د څوارلس سوه میلیونو افغانیو په لګښت د ښوونځيو په جوړولو کار روان دی ، موږ سره د پاکو اوبو لپاره هر مکتب ته چې ضرورت دي هغوې ته کوهي ویستل کیږي ، کومو مکاتبو ته چې چاردیوالي ضرورت دي هغوې ته چاردیوالي جوړیږي ، او همدارز درسي او ادارې خونې ورته جوړیږي)
سره رود ، مومندره ، کوټ ، بټي کوټ  ، کامه ، دره نور ، ښېوه ، ګوشته ، دوربابا ، خوږیاڼو او يو شمیر هغه ولسوالۍ دې چې دمګړۍ په کې د ولسي تړون د اقرا  برنامې تر چتر لاندې د ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړیږي..
ځاي زده کوونکي خوښ دي چې د ښوونځيو لپاره يې نوی ودانۍ جوړیږي دوي وايي تر دې وړاندې يې د ښوونځيو د سرپناه د نشتون له امله په باد او باران کې زده کړي د خنډ او ځنډ سره مخامخ کیدلي..
احسان الله  د سره رود ولسوالۍ کې د قاضي فضل محمود ابتدایه ښوونځي زده کوونکي ( مخکې به چې موږ زده کړي کولي هلته د مکتب چت نه وو، اوس مکتب جوړ شو موږ د ولسي تړون څخه خوشحاله يوو ، اوس به موږ په باران ، ژمي او سړو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوو)
په همدې حال کې ځای قومي مخور د ښوونځيو د رغنیزو چارو خوښ دې خو د ښوونځيو ترڅنګ د ځينو نورو رغنیزو چارو د ترسره کیدو غوښتنه هم کوي..
عبدالقدیر په سره رود کې د احمدزیو د شورا رييس ( که سړکونه ، برق د اوبو څاګاني او په راتلوونکي اجتماعي کارونو کې موږ ته نور کار هم وشي دغه زموږ غوښتنه ده .)
د خوږیاڼو د بربیار د ادوړ سیمه چې په نسبې توګه ناامنه بلل کيږي د دي سیمې اوسیدونکي وايي چې ځای طالبان د رغنیزه چارو د تطبیقوونکو سره ستونزه نه لري او هر مرستندویه ټولنه کولاي شي چې د دوي په سیمه کې په خلاص مټ رغنیزه پروژې پلي کړي.
د خوږیاڼو د ادوړ سیمې يو تن قومي مشر ( موږ ته چا کارونه نه دې کړي ، اوس د طالبانو په اجازه باندې دا خلک راغلي موږ ته کارونه کوي ، موږ ډير خوشحاله يوو، چې دا مکتب اباد يي موږ ورسره اباد يوو، دا مکتب د تپې په سر دي د اناثو دې که چاردیوالي ورته وشي دا موږ لپاره ډير ضرور دی )
اروا پوهان په دې باور دې چې په پوهنیزه ډګر کې مناسب ماحول په درسې بهیر مثبته اغیزه کولاي شي ، په ننګرهار کې تراوسه تر ټولو لوي خنډ په پوهنیزه بهیر کې د سرپناه نشتون یاديده اوس به ولیدلاي شي چې د دغې برنامې پرمټ څومره زده کوونکو ته د سرپناه په برخه کې اسنتیاوي برابریږي 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته