پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسي جرګي پخواني غړي: نړیوال دې سوله ته لومړیتوب
نیټه: Mon, 02 Sep 2019 12:38:38 +0000

د ولسي جرګې هغه وکیلان چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې يي ولسي جرګې ته لار نه ده پیدا کړي په هیواد کې روانو جنګ جګړو اندېښمن کړي او له حکومت او نړیوالي ټولنې غواړي چې خرابه امنیتي وضعیت ته په کتو سره دې د ټاکنو پرځای سولې ته اولیت ورکړي.

دوي وايي که په داسې حالتو کې ټاکني وشي د هیواد امنیتي وضعیت نور هم بحراني حالت ته بیايي نو ځکه له ټاکنو سوله اړینه ده .

 په همدې حال کې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د معترضو نوماندانو د ولسمشر غني هغه پریکړه هم غیري قانوني او کمپایني بولي کوم چې ویلي يي دې ، د ولایتي شوراګانو هغه نوماندان چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره يي له خپلو دندو استفعا کړي بیرته خپلو دندو ادامه ورکولائ شي.

تراوسه حکومت د يادو نوماندانو د دغه څرګندونو په اړه خپل نظر نه دې روښآنه کړي او موږ هم د هڅو سره سره پر دې ونه توانیدو په چې په دې تړاو يي نظر واخلو

. خو دا په داسې حال کې ده چې حکومت تل په ټاکنو ټينګار کړي او بلخوا امریکايي پلاوي بیا طالب چارواکو سره د سولې په مذاکراتو بوخت دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته