پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شبرغان کې د ګازو دوه څاه ګانې بېرته له سره رغول شوي
نیټه: Mon, 02 Sep 2019 12:40:15 +0000

په شبرغان کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې  د ګازو دوه څاه ګانې د ۱۲ میلونو امریکايي ډالرو په لګښت بېرته له سره ورغول شوې.

پر دغو څاه ګانې له تیرو دوو کلونو راپدېخوا کار روان چې اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.

د ګازو دغه څاګانې هر یوه یې په یوه شپه ورځ کې کابو ۱۲۰زره متر مکعب د ګازو د تولید ظرفیت لري.

د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان ددې څاه ګانو د پرانیستلو پر مهال وویل چې وزارت یې هڅه کوي چې دې ته ورته پر نورو څاه ګانو هم پانګونه وکړي.

د جوزجان والي مولوی لطف الله عزیزی وايي د کانونو پطرولیم وزارت دې په شمال کې د هغه ۴۵۰ تنقیص شویو مامورینو ستونزو حل کړي چې په دې وروستیو کې یاد وزارت تنقیص کړي دي.

عزیزي زیاته کړه چې د شبرغان په خواجه ګوګردک او یتیم تاق کې د ګازو زیاتې زیرمې شتون لري او غوښتنه یې وکړه چې ددې زیرمو لپاره دې یو د ځواکونو یو کندک منظور شي.

د افغان ګازو پایپ لین د تصدۍ مسؤل  انجینر محمد ایوب نیوند بیا وايي رغول شویو څاه ګانونو څخه کولای شي په یو شپه ورځ کې ۲۴۰ زره متر مکعب ګاز اسختراج کړي.

نوموړی وايي چې ددې ګازو څخه د جوزجان د بریښنا توربین او په مزار شریف کې د شیشې جوړولو فابریکې ته ګاز ورکړي چې د شبرغان د بریښنا توربین به ۴۲ ميګاواټه بریښنا تولید کړي.

د یتم تاق د ګازو ساحې مسول انجینر محمد قاسم وايي هغې سروې چې په دې سیمه کې ترسره شوي په یتم تاق ساحه کې کابو شپږ ملیارده متر مکعب ګاز شتون لري.

قاسم وايي چې پر دې څاه ګانو څو کلونه وړاندې روسانو کار کړی وو چې وروسته افغان انجینرانو پرې کار وکړه

په جوزجان ولایت کې د ګازو ۱۳۶ څاه ګانې شتون لری چې کابو  ۱۰۰ میلیارده متر مکعب ګاز په کې شتون لري چې اوسمهال یوازې د ۴ څاه ګانو څخه ګاز استخراجیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته