پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اوسیدونکي: لا هم د کندوز ښار په لرې پرتو سېمو کې ګواښتونه شتون لري
نیټه: Mon, 02 Sep 2019 12:43:19 +0000

د کندوز ځايي اوسیدونکي وايي په کندوز ښار کې بریښنا او مخابراتي شبکې بېرته فعاله شوې خو وايي لا هم ددې ښار په لرې پرتونو سیمو کې د وسله والو ګواښونه په خپل ځای پاتې دي.

د جمعې په شپه وسله والو طالبانو د کندوز پر ښار حمله وکړه چې وروسته د افغان ځواکونو لخوا وسله والو طالبان شاتګ ته اړ کړل او یو شمیر وسله وال په دې حمله کې ووژل شول.

د کندوز ځايي اوسیدونکي وايي چې  پر کندوز ښار د وسله والو طالبانو د برید له امله ددې ښار بریښنا پرې شوې وه او مخابراتي شبکو فعالیت بند شوی چې اوس بېرته فعال شوي.

دوی  وايي که څه هم په دې ښار کې د وسله وال مخالفینو فعالیتونه نه تر سترګو کیږي خو وايي ښار په لرو پرتو سیمو کې لا هم ګواښونه شتون لري.

د کندوز والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې  په دې ښار کې دولتي ادارو خپل کارونه پیل کړی او د بریښنا، اوبو او مخابراتي شبکو ستونزې حل شوي.

مرادي وايي چې وسله والو د کندوز په دشتي ارچي ولسوالی کې هم بریدونه ترسره کړی وو چې د هوايي ځواکونه پر مټ یې په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبان مخه ډپ کړي.

پر کندز ولایت داسې مهال د طالبانو له لوري د درېیم ځل لپاره ډله ییز بریدونه ترسره کېږي چې تر دې مخکې د کندز اوسېدونکو د کندز ښار شااوخوا کې د طالبانو د لوړ تهدید له شتونه اندېښمن وو او ویلي یې وو چې دا ګواښونه کولی شي چې یو ځل بیا د کندز ښار د سقوط لامل وګرځي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته