پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې پانګوال د برښنا نشتون د پانګونې پر وړاندي ستر خنډ بولي
نیټه:

 

په ننګرهار کې يو شمیر سوداګر وايي د برښنا نشتون او ځينې نورې ستونزې د دې لامل شوي چې د دغه ولایت پانګوال يي د ننګرهار پر ځای نورو سیمو کې پانګوني کولو ته اړوېستي دي

دوي يو ځل بیا له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دي د پانګوالو ستونزو ته مثبت ځواب ووايي.

په همدې حال کې دغلته سوداګر وايي که د حکومت له لوري د لمریزي برښنا زمینه برابره شي نو ګڼ شمیر پانګوال به په دغه ولایت کې پانګونه وکړي او له مخې به يي ګڼ شمیر بې روزګاره وګړو ته د کار زمینه برابره شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي هم مني چې په ننګرهار کې د برښنا نشتون پانګونه ټکنې کړي او همدا لامل دی چې دلته سوداګر پانګونې ته زړه نه ښه کوي

 د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بیا وايي چې پانګوالو ته د زمیني برابرول يي په اولیتونو کې ده . نوموړي زیاتوي پانګوالو ته د لازمي برښنا د برابرو په موخه په دغه ولایت کې د لمریزي برښنا چاري پیل شوي چې په جوړیدو سره به يي تر ډيره د برښنا ستونزه هواره شي

 د یادوني وړ ده چې په کراتو کراتو په ننګرهار کې پانګوالو او سوداګرو د برښنا د نشتون او په صنعاتي ښارګوټو کې د امنیت د نشتون یاده کړي خو تراوسه حکومت په یادو برخو کې کوم د پام وړ ګام نه دي اخستي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته