پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې موټربم برید ۱۳۵ تنه مړه او ټپيان کړي
نیټه: Tue, 03 Sep 2019 10:09:15 +0000

 

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د ګرين ويلیج په نوم کمپ باندې د تيري شپې چاودنه کې۱۶تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
په قابل بای سیمه کې پر یاد کمپ دغه چاودنه تېره شپه ۹:۴۵ دقیقې رامنځته شوه، چې غږ یې د کابل ښار په لیري پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
دغه وزارت نن سې شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي چې په وژل شوو او ټپيانو کې ملکي وګړي او د دغه کمپ کار کوونکي شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د چاودنې پر مهال په سيمه کې يو تېل پمپ هم اور اخیستى او تر څنګ يې د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم تخريب شوي دي.
دغه وزارت وايي، افغان ځواکونو هغه پنځه طالبان هم وژلي، چې تر چاودنې وروسته يې پر دغه کمپ د بريد پلان درلود.
بيان وايي، د پاک سازې عمليات نن سهار پنځه بجې پاى ته ورسېدل او ۴سوه بهرنيان خوندي ځاى ته انتقال شوي دي.
د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی، د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې تر موټر بم برید وروسته وسله والو پر دغه کمپ ډله ییز برید کړی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته