پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فراه کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتنبول شول
نیټه: Fri, 06 Sep 2019 13:36:18 +0000

 

د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي، په فراه کې د وسله والو طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې ٨٥ طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.
د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، سلګونو وسله والو طالبانو تېره شبه د فراه ښار پر ځینو برخو  پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د فراه د والي ویاند غلام فاروق بارکزي ويلي چې طالبانو لومړی پر «باغ نو» سیمه برید وکړ، چې وروسته نورو سیمو ته هم وغځېدل.
بارکزي زیاته کړه، چې طالبانو نن سهار په فراه ښار کې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز نیولی او د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.
پر همدې مهال په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی همایون شهیدزاده وايي، چې طالبانو تېره شپه پر فراه ښار له څلورو برخو بریدونه کړي، چې جمعه سهار دغه جګړه د فرا ښار ته داخله شوې ده.
شهیدزاده وویل، چې طالبان د ملي اردو د جلب او جذب د مرکز تر نیولو وروسته د فراه محبس د سقوط هڅه کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې د فراه لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال مولوي نور احمد چکاني هم د افغان ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
طالبانو هم پر فراه برید تائید کړی او وايي، چې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز یې نیولی دی. 
او د خپلو وسله والو د وژل کېدو په اړه یې تر دا مهاله څه نه دي ویلي.
طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله پر فراه ښار بریدونه کړي، چې وروسته پر شا تمبول شوي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته