پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د امریکا کانګرس خلیلزاد د وضاحت لپاره غوښتی
نیټه: Fri, 06 Sep 2019 13:57:03 +0000

 


د امریکا کانګرېس د بهرنیو چارو کومیټې د افغان سولې لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې تړون په هکله د وضاحت لپاره د دې کومیټې ځانګړې ناستې ته ور شي.
د کانګرېس د بهرنیو چارو د کومیټې مشر ایلیټ‌ اېنګل پرون د سپټببر پر پنځمه د زلمي خلیلزاد په نوم دا لیک لېږلی دی.
ښاغلي اېنګل په خپل لیک کې زلمي‌ خلیلزاد ته لیکلي، کانګرس غواړي‌ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر ګټو،‌ تاوانونو او احتمالي پایلو پوه شي.‌
په دې لیک کې راغلي چې د امریکا او افغانستان ولسونه غواړی وپوهېږي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې ډیپلوماټیکه ستراتیژي څه ده.
په لیک کې ویل شوي ، کانګرېس غواړي باوري شي چی امریکا په افغانستان کې د سولې تړون لاسلیکوي،‌ نه د ځواکونو د ایستلو تړون.‌
د دې لیک له مخې د کانګرس یادې کومیټې تر دې وړاندې هم دوه ځله،‌ لومړی په فبرورۍ او بیا په اپرېل میاشت کې،‌ زلمی خلیلزاد د وضاحت لپاره ور غوښتی و، خو دواړه ځله نوموړی د دې کومیټې پر وړاندې حاضر نه شو.‌
د دې لیک ژبه تنده ده او ښاغلي‌ خلیلزاد ته ویل شوي چې دا ځل باید د کومیټې ناستې ته ورشي او د پورته مسلو سپیناوی وړاندې کړي.
خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو له خبرو وروسته کابل کې له افغان ولسمشر سره ولیدل.
 د زلمي خلیلزاد له څو میاشتنیو هلو ځلو وروسته بلاخره تېره اوونۍ افغان طالبان او امریکایان د سولې د هوکړې پر تړون سره سلا شول.
خو افغان حکومت د دې تړون په اړه اندېښنه ښودلې،‌  
له افغان حکومت پرته یو شمېر جګپوړو پخوانیو امریکایي دیپلوماتانو هم،‌ چې کابل کې د امریکا پخواني‌ سفیران هم پکې شامل دي، له طالبانو سره پر شوې هوکړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې په بیړه له افغانستانه د ځواکونو ایستل به لویه تېروتنه وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته