پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د څلورو ورونو د وژل کیدو په تړاو د ولایتي شورا غبرګون
نیټه: Sat, 07 Sep 2019 11:15:35 +0000

 

په ننګرهار کې د صفر دوه قطعي له لوري د څلورو ورنو په وژل کیدو د ولایتي شورا غړو غبرګون

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ادعا کوي چې د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې  وژل شوي څلور ورونه بې ګناه او ياده پېښه يو جنګي جنایت دی.
دوي وايي دا لومړي پېښه نه ده ، تر دې وړاندي هم د دغه ولایت په بیلابیلو سیمو کې يادې قطعې ورته وژني ترسره کړي دي.
د ننګرهار ولایتي شورا له ولایتي ادارې وغوښتل چې د  پېښي د  څیړلو په موخه له پلازمینې راغلي پلاوي دي په واقعآ ډول د دغې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته وسپاري.
احمد علي حضرت د ننګرهار د ولایتي شورا رييس )  د موږ د افغان ځواکونو مخالف نه بلکې ملاتړي يوو بلکې د وسله والو د منځه وړلو په صورت کې ، خو غوښتنه مو دا ده چې ، دا ډول عملیات ترسره کیږي اول باید دقیق شي ترڅو د ملکي تلفاتو مخنیوي شوي وي )
 ډاکټر ناصر کاموال د ننګرهار د ولایتي شورا غړی (  نه یواځي دا چې يو وحشت دی دا يو جنګي جنایت ترسره شوي دا خلک چې وژل شوي دا مطلق بې ګناه خلک دي، دا وروستۍ او لومړي پېښه نه ده ، له دې مخکې کې چې هم صفر دو کوم عملیات کړي دي ، که زه يي درته راحساب کړم ، په حصارک کې ، په چپرهار کې ، په خوږیاڼو کې په بټي کوټ کې ، دغه قطعه چې دلته پرته ده دا ملي امنیتي ځواکونو په لمن يو تور داغ دی ، زموږ هیله د مرکزي حکومت نه دا ده چې دا خپل سرې بدماشان دی نور مهار کړي)
د ولایتي شورا دا غړي ياده پېښه غندې او له حکومت غواړي چې د يادې پېښې عاملین دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
کلیپ : عبیدالله شینواري د ولایتي شورا مرستیال ( دلته محکمه شته ،څارنوالي شته که دا خلک مجرمین وو اسناد به يي محکمې ته سپارلي وای چې هغو محاکمه کول او که عدامول يي ، دا چې د محکمې نه مخکې دوي داسي وحشیان بریدونه کوي له دي معلومیږي چې دا بیا بدمعاشان دي ، او بدمعاشانو غم باید نظام وکړي ، دلته پولیس شته ، اردو شته او که د دوي مخه نه شي نیولي نو بیا دوي خپلو دندو کې پاتي راغلي دي )
 اسرار الله مراد د ننګرهار ولایتي شورا غړی( دا پېښه موږ په کلکو ټکو غندو په هیڅ قانون کې دا ډول وژني نشته لکه دوي چې کړي دي )
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي د ولایتي ادارې  په غوښتنه له مرکز يو پلاوي د يادې د څيړنې په موخه ننګرهار ته راغلي او دوي ترې غوښتې ترڅو ياده پېښه دقیقه وڅيړې او جزیات يي ورسره شریک کړي.
عطاالله خوږیاڼي د ننګرهار د والي وياند ( ولایتي اداري په ټينګار وړاندیز درلود چې په جلال اباد ښار کې کوم بې رحمه قضیه رامنځته شوي د دې څيړنه دې په جدې ډول وشي ، او هغه کسان چې عاملین دي هغوي دي د عدلي او قضايي تعقیب لاندي ونیول شي ، ترڅو په راتلوونکي کيږي د دغه ډول پېښو مخه ونیول شي .(
په دې اړه مو هڅه وکړه چې د صفر دوه قطعي نظر هم ولرو خو د هڅو سره سره بریالي نه شو، خو هیره دې نه وي چې د يادې پېښې وروسته یادې قطعې رسنیو ته په يوه استولي پيغام کې لیکلي وو چې په ياده پېښه کې د داعېش ډلې د مالي مسول په ګډون د دغې ډلې څلور غړي وژلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته