پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ور دوج ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونیوله
نیټه: Sat, 07 Sep 2019 11:24:42 +0000

 

ملي دفاع وزارت وایي چې د بدخشان وردوج ولسوالي یې له طالبانو بېرته نیولې ده.
 د رسنیو د راپورونو له مخې تر پنځه کاله ځنډ وروسته دغه ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده. ملي دفاع وزارت وایي چې په پېښه کې تر سلو پورې طالبان وژل شوي دي او لا هم په ځينو برخو کې چاڼیز عملیات روان دي.
 ملي دفاع وزارت وایي چې د ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي. 
دفاع وزارت ویلي چې په دې عملیات کې د طالبانو لخوا بدخشان ته نومول شوی والي هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته