پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغان سولې په تړاو د اسلام اباد له غونډې تمې
نیټه: Sat, 07 Sep 2019 12:43:37 +0000

 

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په اسلام اباد کې د سولې په بهیر او امنیتي همکاریو بحث کوي.
دا درې اړخیزه غونډه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په درشل کې کېږي .
اسلام اباد کې چارواکي وايي، دا ناسته پاکستان لپاره دا موقع برابروي چې د افغان سولې په تړاو خپل لیدلوری له افغانستان او چین سره شریک کړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرې د درېیو سرو هېوادونو پر سیاسي اړیکو، سولې بهیر، امنیتي همکارۍ، د ترهګرۍ ضد مبارزه، د سیمې سره نښلولو او پراختیايي همکارۍ ورټولې وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ یو خبرې ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي چې هېواد غواړي له افغانستان سوداګریزه راکړه وکړه زیاته کړه.
قریشي دا ناسته مهم وبلله او زیاته کړه چې که چیرې په افغانستان کې سوله رامنځته شي نو ورسره به د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخه شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ هم ویلي چې په دې درې اړخیزه غونډه کې به په دې هم خبرې وشي چې افغانستان کې روانې اوږدې جګړې ته د پای لپاره څنګه یوه سیاسي حل لار وموندل شي.
د افغان سولې او امنیتي همکاریو په تړاو دا درې اړخیزه غونډه داسې مهال جوړیږي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا دوحه کې له طالب مرکچیانو سره په خبرو بوخت دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته