پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

قطر کې امریکايي چارواکي او طالب استازو یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړي
نیټه: Sat, 07 Sep 2019 12:54:06 +0000

 

امریکايي چارواکو او طالب استازو د قطر مرکز دوحه کې یو ځل بیا د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.
دغه مذاکرات چې تېره او وړمه شپه تر شوي د زلمي خلیلزاد تر څنګ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون کړی و.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ ویلي دغه ډلې د قطر دفتر د مشر ملا برادر، زلمي خلیلزاد، سکاټ میلر او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ هم ګډه غونډه تر سره شوه.
د افغان سولې لپاره د امریکا مرکچي پلاوي تر دا مهاله د دغه مذاکراتو په اړه تبصره نه ده کړې.
طالبانو هم نه دي ویلي، چې دغه مذاکرات به د څو ورځو لپاره دوام ولري.
د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو نهم دور مذاکرات د تېرې اګست میاشتې پر۳۱مه پای ته ورسېدل.
د یاد پړاو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته خلیلزاد وویل، چې د داسې یو توافق په درشل کې دي چې تاوتریخوالی به ورسره راکم شي او خبرو ته به زمینه برابره شي.
نوموړي د سپټمبر پر لومړۍ نېته له دوحې څخه کابل ته تر رسېدو وروسته له طالبانو سره د امریکا د توافقنامې یوه کاپي ولسمشر غني ته هم وښودله، چې وروسته یې افغان حکومت په اړه د اندېښنې په څرګندولو د وضاحت غوښتنه وکړه.
امریکايي چارواکو تر دا مهاله د یادې توافقنامې په اړه د افغان حکومت د اندېښنې په اړه څه نه دي ویلي.
زلمی خلیلزاد تېره اونۍ پر داسې مهال له طالبانو سره د خبرو په هدف په یو نا اعلان شوي سفر قطر ته ولاړ چې طالبانو په کابل کې د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیانو پر کمپ موټر بم او ډله ییز برید وکړ.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته