پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ارګ: د طالبانو روانه جګړه د سولې پر وړاندې خنډ ده
نیټه: Sun, 08 Sep 2019 09:44:23 +0000

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، کابل کې یې د طالبانو د وروستي برید غبرګون کې له دې ډلې سره د سولې خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو امر یې هم کړی دی.
ټرمپ وايي، د طالبانو له مشرانو سره خبرې یې وروسته له هغې لغوه کړې چې په کابل کې د دغې ډلې په برید کې، د یوه امریکايي په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.
د امریکا ولسمشر په خپل ټویټر کې د قهرجنو پيغامونو په لیکلو سره وايي، غوښتل‎یې نن یکشنبه د سپټمبر اتمه، په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره محرمانه لیدنه ولري.
د افغانستان حکومت د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له طالبانو سره د روانو خبرو درولو په غبرګون کې ويلي چې د سولې پر وړاندې رامنځته شوی خنډ د طالبانو روانه جګړه ده.
خو د ټرمپ په وینا، وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د برید مسؤلیت واخیست، له دغې ډلې سره لیدنه لغوه کړه.
ټرمپ تېر مازدیګر پرله‌ پسې ټوېټونو کې ویلي، په پام کې وه چې نن یکشنبه کمپ ډېوېډ‌ کې طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.‌
دې سره ټاکل شوې نن یکشنبه قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بېړنۍ داخلي ناسته او د ډونالډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو بحث وکړي.  
طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د حملې سربېره، د اوونۍ په اوږدو کې د کندز، بغلان او فراه ولایتونو پر مرکزونو بریدونه وکړل.
همداراز د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم ویلي، افغان دولت به ډېر ژر طالبانو سره د سولې پروسه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خپل رسمي دريځ اعلان کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته