پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: د کندز دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نيولې
نیټه: Sun, 08 Sep 2019 09:55:14 +0000

 

د کندوز امنیتي چارواکي وايي چې د اړوندو مسوولينو د بې غورۍ له امله وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ نيولې ده.
د کندوز امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو تېره ورځ ناوخته له څو لورو پر دې ولسوالۍ حملې پیل کړې چې په پایله کې یې یا دې ولسوالۍ سقوط وکړ.
کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني یکشنبه وویل چې امنیتي ځواکونه د دې لپاره چې ملکیانو او دولتي پرسول ته مرګ ژوبله وانه وړي، له دې ولسوالۍ وتلي او د تخار د خواجه غار ولسوالۍ ته تللي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې وسله والو یې تېره شپه دا ولسوالۍ تر بشپړ کنټرول لاندې راوستې او پوځي تجهیزات او وسایل یې هم نیولي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته