پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اسفندیار : د افغان سولې په هوکړه کې دې افغان حکومت شامل کړی شي
نیټه: Sun, 08 Sep 2019 13:24:40 +0000

 

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، د افغان سولې په اړه حتمي موافقې کې بايد افغان حکومت شامل کړل شي.
په پيښور کې، د ګوند له مرکزي غونډې وروسته خبري غونډې ته وويل، که چېرې افغان حکومت د سولې له خبرو بهر وساتل شو نو په هغه هېواد او سيمه کې به حالات نور هم کړکېچن شي
اسفندیار ولي خان ویلي تر هغې چې د سولې خبرې د افغانان په مشرۍ او د افغانانو منځګړیتوب ترسره نه شي نو دا امکان نه شته چې په افغانستان کې دې تلپاتې سوله رامنځته شي.
نوموړي وویل افغان اولس او پښتانه ملتپاله ګوندونه نور په افغانستان کې جنګونه نشي لیدلی او پکار ده چې د افغانستان ټول سیاسي، مذهبي او ټولنیزې ډلې او ګوندونه د سولې د خبرو لپاره یو ځای کښېني.
اسفنیدار ولي خان پر نړېوالو غږ وکړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې په موخه د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغان حکومت ترڅنګ امریکا هم پر طالبانو سختې نیوکې کوي چې د سولې د خبرو پر مهال یې هم مرګونو بریدونو ته ادامه ورکړېده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل یو وروستي ټویټر بیان کې ویلي، طالبان چې په دومره مهم وخت کې د اوربند پرېکړه نه شي کولی نو نورې لویې پرېکړې به څنګه کوي؟

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته