پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کې د ابو حمزه په مشرۍ د طالبانو يوې ډلګۍ له جګړې لاس واخيست
نیټه: Sun, 08 Sep 2019 13:38:54 +0000

 

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې فعالیت کوونکو طالب وسله والو  له جګړو لاس واخست او د سولې له بهیر سره یوځای شول. 
د لغمان والي محمد اصف ننګ د وسله والو طالبانو له ۱۲ کسيزې ډلې څخه مننه وکړه، چې د جنګ لاره يې پرېښودله او د سولې له روانې پروسې سره يوځای شول. 
والي وايي ولايتي اداره به يادې ۱۲ کسيزې ډلې ته د عزتمند ژوند برابرولو ترڅنګ د هستوګنې يوه نمره او په دولتي، خصوصي او ګڼو نورو برخو کې د کار زمينه هم برابره کړي. 
 نوموړي له جګړې څخه لاس په سر شویو وګړو ته ډاډ ورکړ چې په پوره ډاډ سره دې خپل ژوند تېره وي او دوی ته به هر ډول مسایلو څخه خوندي وي. 
 په همدې حال کې د يادې ۱۲ کسيزه وسله والۍ ډلې مشر ابو حمزه وايي په خپلو تېرو ترسره کړو تخريبي فعاليتونو پښيمانه دي او نور نه غواړي، چې ورور وژنه ترسره کړي.
 هغه له ولايتي ادراې څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلوونکي کې ورته د ښه ژوند په برابرولو کې له دوی سره همکاري او مرسته ترسره کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان په لغمان کې د سولې پروسې سره یو ځای کیږي بلکي له دې وړاندې هم لسګونه وسله والو په لغمان ولایت کې د سولې پروسې یو ځای شوی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته