پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریان د څلورو ورونو د پېښې سپیناوي غواړي
نیټه: Sun, 08 Sep 2019 13:52:31 +0000

 

دا شمې تېره شپه د حق غوښتنې په پار او په ننګرهار کې د صفر دوه قطعې د عملیاتو په ترڅ کې د څلورو ورونو د وژل کیدو د پېښې په غبرګون کې په جلال اباد ښار کې يو شمیر ځوانانو لګولي. 
دوي وايي له حکومت د يادې قضیي په تړاو سپیناوي غواړي او د شپینوي عملیاتو چې د دوي پروینا بې ګناه ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي د بندیدو غوښتنه کوي. 
دوي زیاتوي د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې وژل شوي ورونه دوه يي د دولت مامورین او دوه يي د حکومت په اډانه کې صرافي کول چې پرته له عملیاتو هم دوي تر تعقیب لاندي نیولاي شول.
دوي ګواښ کوي که ژر تر ژره د ننګرهار ولسونو ته د يادې پېښې په تړاو سپیناوي ورنه کړاي شي ، د دغه ولایت ځوانان به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي. 
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم ياده پېښه يو بې رحمانه عمل بولي او زیاتوي چې د دوي په غوښتنه له مرکز نه د همدې پېښې د څيړلو په موخه یو باصلاحیت پلاوي راغلي چې له څيړنې وروسته به پایلې له ولایتي ادارې سره شریکي کړي. 
 د یادوني وړ ده چې د تېرې شنبې په شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په محبوراباد سیمه کې صفر دوه قطعې عملیات وکړل چې په پایله کې د يوې کورنۍ څلور غړي چې ورونه دي ، ووژل شول ، چې له یادې پېښې وروسته يي د دغه ولایت د بیلابیلو وګړو ترڅنګ په سویشل میډیا کې هم د خلکو غبرګونونه راوپارول. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته