پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

‫کابل کې دشهید اونۍ دلمانځلو پرمهال یو پولیس وژلي
نیټه: Mon, 09 Sep 2019 11:19:23 +0000

 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کابل ښار کې د لاریونوالو په ډزو د کابل د ګارنیزیون د یوه بریدمل له وژل کېدو وروسته یې شپږ تنه خپلسري وسله وال نیولي دي.
دفاع وزارت وايي، نن دوشنبه د )شهید اونۍ( لمانځونکو لخوا د کابل ګارنېزیون یو سرتېری په ډزو وژل شوی دی.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي چې یادوو کسانو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزي د (چهار راهي ترافیک) په سیمه کې پر دغه سرتېرې باندې ډزې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې د (شهید اونۍ) لمانځلو په هدف یو شمېر کسان له موټرو او وسلو سره کابل ښارته راوتلي دي.
دفاع وزارت وايي، د یادو ډزو په تور یې شپږ تنه نیولي، خو وايي، چې اصلي عاملین یې تښتېدلي دي.
پر همدې مهال د کابل ګارنېزیون هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د یادو کسانو ۳۰ عرادې موټر یې هم نیولي دي.
دیادونې ده چې سږکال هم د نورو کلونو په څېر د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود پلویان له موټرو او وسلو سره د کابل ښار واټونو ته راوتلي او د مسعود یادونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د (شهید اونۍ) لمانځونکو ته خبرداری ورکړی و، چې په دغه ورځ له هرډول وسلو ګرځولو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند تایمني سیمه کې دچاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته