پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

برېتانیا: طالبان دې ثابته کړي چې خپلو هوکړو ته ژمن پاتې کېږي
نیټه: Mon, 09 Sep 2019 11:35:32 +0000


 
په کابل کې د برېتانیا سفارت د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر ځنډېدو غبرګون ښودلی دی. 
ددغه سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د سولې له خبرو سره هم مهاله جګړې ته دوام ورکړی دی او بریدونه کوي. 
سرچینه زیاتوي دغه ډلې څو ورځې وړاندې د بشري حقونو یو کارمند برمته کړ او وروسته یې وژلی دی. 
په خبرپاڼه کې راغلې وسله وال طالبان باید ثابته کړي چې دوی هوکړو ته ژمن پاتې کېږي او په دې صورت کې د سولې خبرې مثبتو پایلو ته رسېدلی شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته