پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په بلخ کې دملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې
نیټه: Mon, 09 Sep 2019 12:16:11 +0000

 

د ملکي وګړو د خونديتوب ډله وايي، چې د بلخ وروستيو جګړو عامو خلکو ته زيانونه اړولي دي. 
يادې ډلې  مزارشريف ښار کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې د ملکي وګړو د سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي. 
بلخ کې د ملکي وګړو د خونديتوب کمېټې مشرې نوريه ندا ویلي چې د دغه ولايت په چمتال، شولګر، دولت اباد او چهاربولک ولسواليو کې د وروستيو جګړو له امله عامو خلکو ته زيان اوښتی دی. 
هغه زياتوي، چې د بېګناه ملکيانو وژل، بې کوره کېدل او مالي تاوان، د زيانونو ډېره برخه جوړوي. 
د ملکي وګړو خونديتوب ډلې يوې بلې غړې مېرمن نسيمې په خپلو خبرو کې وويل، چې له تېرو يو کال راهيسې يې په بلخ کې فعاليت پيل کړی دی. 
هغه زياتوي، چې بلخ کې د تېرو څو مياشتو نا امنيو او جګړو په زياتېدو سره ملکي وګړو ته د زيانونو اوښتو کچه هم لوړه شوې ده. 
د هغې په خبره د جګړې ښکېل اړخونه بايد  د بريدونو او جنګ پر مهال د ملکيانو ژوند ته او خونديتوب ته ډېره پاملرنه وکړي. 
بلخ کې د ملکي وګړو د خونديتوب ډلې لخوا يو پرېکړه ليک هم خپور شو، چې پکې د افغانستان د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه د جنګ پر ځای پر خبرو او سوله ييزې حل لارې د تمرکز غوښتنه شوې وه. 
په دغه پرېکړه ليک کې همدا راز ويل شوي، چې د روانو ستونزو د حل او د افغانانو د ژوند خونديتوب لپاره بايد سياسي مشران د ګډې همکارۍ او کار کولو لاره غوره کړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته