پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان کرکټ ملي لوبډلې بنګله ديش ته په لوې تو پير ماتې ورکړه
نیټه: Mon, 09 Sep 2019 12:34:24 +0000

 

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټېسټ سیالۍ کې بنګله دېش ته په ۲۲۴ منډو توپیر سره ماتې ورکړه.
د افغانستان او بنگله‌دېش ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان له لومړي ورځې څخه برلاسی و، خو د څلورمې ورځې او د پنځمې ورځې باران افغانستان لپاره په جدي ستونزه بدله شوه، خو راشد خان پیاوړې توپ اچونې سره لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.
د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.
افغانستان خپل لومړی وار توپ وهنې کې د یو شمېر توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۱۷ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۴۲ منډې جوړې کړې.
بنگله‌دېش خپل لومړی وار توپ وهنې کې د مومن الحق او مصدق حسین توپ وهنې په مرسته ۷۰٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۵ منډې جوړې کړې.
افغانستان خپل دوهم وار توپ وهنې کې د ابراهیم ځدران، اصغر افغان او افسر ځاځی غوره توپ وهنې په مرسته ۹۰٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۰ منډې جوړې کړې.
بنگله‌دېش خپل دوهم وار توپ وهنه د ۳۹۸ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړه، خو د لوبې له پیل څخه يي په پرلپسې توگه مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې.
د لوبې د څلورمې ورځې د پای او د پنځمې ورځې د پیل پرلپسې بارانونه د بنگله‌دېش په گټه او د افغانستان په زیان وه، خو د پرلپسې بارانونو سربېره د راشد خان پیاوړې توپ اچونه دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.
بنگله‌دېش یو ځل بیا د افغانستان پیاوړې توپ اچونې په وړاندې بې وسه ثابت شو او ۶۱٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او د ۲۲۴ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.
افغانستان لپاره راشد خان یو ځل بیا پیاوړې او لوبه گټونکې توپ اچونه وکړه او د بنگله‌دېش ۶ مهم لوبغاړي يي له مخې لرې کړل. ظاهر خان ۳ او محمد نبي یوه وېکېټه واخیسته.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته