پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ينګې قلعه او درقد ولسوالۍ طالبانو ونیولې
نیټه: Tue, 10 Sep 2019 10:27:35 +0000

 

سيمه ييز چارواکې وايي تر ینګي قلعه وروسته نن د دغه ولایت بله ولسوالۍ درقد هم د طالبانو لاس ته ورغلې.
 
 پر دغو ولسوالیو له څو ورځو راهیسې د طالبانو برید روان و، وسله‌والو تېره شپه ینګي قلعه او نن له غرمې مخکې د درقد ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د سې شنبې په ورځ وویل، دولتي سرتېري، خلکو او دولتي کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره، له دغو ولسوالیو په تاکتیکي ډول شاته شوي دي.
هجري وویل، طالبانو له درېیو لورو د درقد ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پيل کړل.
د تخار د ولایتي شورا چارواکي وایي، که پر وخت سیمې ته اضافي سرتېري ونه‌رسېږي، نو ځینې نورې ولسوالۍ به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د افضلي په وینا له درقد ولسوالۍ نه د ملي اردو او پولیسو سرتېري او ولسي پاڅوانوال شاته شوي او خواجه بهاوالدین ته راغلي دي.
له ۲۴ ساعتونو په کمه موده کې دا د تخار دوهمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو لاس ته لوېږي.
د تخار د والي ویاند وویل، مرستندویه ځواکونه سیمې ته استول شوي او هڅه کېږي چې د ورځې په اوږدو کې د ینګي قلعه کنټرول ترلاسه کړي.

طالبان هم د ینګي قلعه او درقد ولسوالیو د نیولو او دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
 د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، په درقد کې ټول پوځي تجهیزات د دوی وسله‌والو ته په لاس ورغلي.

په وروستیو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د درقد ولسوالۍ د دولت له کنټروله وځي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته