پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حکمتيار: ټرمپ د افغانانو او د طالبانو د پلاوي سپکاوی کړی
نیټه: Tue, 10 Sep 2019 11:47:12 +0000

 

د حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د سولې خبرو بنديدو په اړه د ټرمپ وروستی دریځ نامعقول دی، ځکه دده تر قوماندې لاندې جګړه کې هره ورځ تر ۳۰۰ پورې افغانان وژل کېږي نو د یوه سرتېري لپاره د مذاکراتو درول د منلو وړ نه ده. 
حکمتیار همدا راز هغه کسان هم غندلي چې د سولې د مذاکراتو درېدو ته خوشاله دي. 
دده په خبره دوی به د هغه جګړې او وینې تویېدنې مسوولین او شریکان وي چې د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته رامنځ ته کېږي.
 حکمتیار پر طالبانو هم غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او که امکان وي له سره دې له امریکا سره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي.
 نوموړي د ټرمپ ټوېټ طالب مشرانو ته سپکاوی بللی او په خبره یې د طالب مشرانو او امریکا د میاشتو مذاکرات د ټرمپ په یوه ټوېټ ختم شول چې دا هر څه ددغه ډلې مشرانو ته سپکاوی دی. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته