پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په جلال اباد کې خلک د کاربندیز له امله له ستونزو سره مخ دي
نیټه: Wed, 11 Sep 2019 10:46:45 +0000

 

دوي وايي له تېرې ورځې راهیسي په دغه ولایت کې روغتیاپالانو کاربندیز کړي او خپل ټول روغتیايي مرکزونه ، کتنځایونه او درمل پلورنځي يي تړلي چې له کبله يي ناروغان او ناروغ لرونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دوي وايي له حکومت د ډاکټرانو ستونزو ته د رسیدو سربیره د روغتیايي مرکزونو د ژر پرانېستل کیدو غوښتنه هم کوي.
محمد هاشم د زړه او سابندۍ ناروغ: ( دوا نشته دوه زامن یې ګرځې دوا پسې ، زه يي دلته کینولي يم ، زه که ګرځم ساه مې لنډيږي نه شم ګرځيدې زامن مې ګرځي ، دوا نشته دوا خانې ټولې بندې دي.)
شریف الله ناصري ناروغ لرونکی: ( دا نن زه په کور کې دوه تنه ماشومان لرم ، یو کوچنې نوی تولد شوي ماشوم دی چې ممکن د شپږ وېشت ورځو وي ناروغ دی هغه هم ډاکټر ته ضرورت لري ، او بل سپین ږیری کس دی هغه هم ډاکټر ته ضرورت لري که ډاکټر صیبان دروازې بندوې هم د ولس پروړاندې يي بندوي ، او د دې ستونزې زور هم ولس ته ځي ، حل لاره دا نه ده ، حل لاره دا ده چې باید په نبیادې شکل کار وشي ، دولتي دستګاه باید بیداره شه ، ولس دی هم متوجې اوسئ ، لاس په کار شو باید ، کشفي او امنیتي ځواکونه باید په دې کار وکړي چې دا شبکې باید له منځه یوسي )
په همدې حال کې روغتیاپالان وايي کاربندیز يي د امنیتي ستونزو او د ډاکټرانو د اتحادې د رئيس ډاکټر نوروز شینواري د وژل کیدو په غبرګون کې ترسره کړي ، خو د عاجلو ناروغانو لپاره يو شمیر بیړنیومرستو لپاره یو شمیر روغتیايي مرکزونه پرانستې دی.
ډاکټران زیاتوي د دوي کاربندیز به تر هغې دوام وکړي ترڅو ستونزې د ولسمشر سره په مستقیم شکل نه وي شریکي شوي او د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړل شوي.
ډاکټر نجیب الله صاحبزاده د درمل پلورنځيو د اتحادې رييس: ( د عدالت غوښتنه به مو جارې اوسې تر هغې پورې ترڅو چې زموږ غږ مخامخ د ولسمشر سره شریک شي ، او وشو کولاي چې ستونزو ته د پای ټکي کیږدو ، له بله پلوه د دوستانو خپلوانو او ولس د خبرتیا په خاطر دا وایم ، موږ د ولس يوو ، ولس زموږ دی ، موږ هیڅکله داسې خدمات نه دی بند کړي چې له هغې ولس متضرر شي ، د عاجل خدماتو په خاطر د هغو ناروغانو په خاطر چې هغه ضروري دي او عاجل دی ، هغه په ټول سکتورونو کې که هغه خصوصي دي او که دولتي  روغتیا مرکزونو کې دروازي خلاصي دي ) 
يوتن روغتیاپال: ( زموږ د عدالت غږ به تر هغې پورې دوام وکړي ، ترڅو شخص رييس جمهور موږ ته د ملاقات وخت راکړي ، ځکه محلې ادارې په دې کې پاتې راغلي ده ، هغوي خپل ځان نه شي ساتلي نو موږ به څه وساتي )
 د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د روغتیاپالانو له لوري د ناروغانو پروړاندې د روغتیايي مرکزونو تړل د حل لار نه ګڼې او زیاتوي چې د ډاکټرانو د امنیتي ستونزو د حل په موخه يي هڅې رواني دي.
عطاالله خوږیاڼي د ننګرهار د والي ویاند: ( کومې پېښې چې شوي موږ هم خواشيني يوو، موږ هڅه کوو پېښو ته رسیدګي وکړو، کاربندیز د حل لار نه ده ، کومې غوښتنې چې دوي کړي دي موږ د رسیدګي په موخه هڅې پیل کړي دي هم د مرکزي ادارې سره چې د دوي غوښتنې واوریدلاي شي ، او هم په ولایتي کچه څومره چې زموږ توانمندي ده ، ولي بیا هم زموږ ټینګار او هڅه دا ده چې په روغتیايي برخه کې موږ کاربندیز ونلرو ، خلکو ته خدمات وړاندي کړو ) 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندي هم په کراتو روغتیاپالانو د امنیتي ستونزو له امله کاربندیز کړی وو، خو دا ځل وروسته له هغې کاربندیز وکړ چې د ډاکټرانو د اتحادې رييس ډاکټر نوروز شینواری وړمه شپه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د یوې بمې چاودنې په پایله کې ووژل شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته