پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کميسيون: په میدان وردګوکې هوايي برید ملکيان وژلي
نیټه:

 

په میدان وردګو کې په یوه هوایي برید کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او د یوې کورنۍ غړي وو.
 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د دوی موندنې ښيي، چې د میدان وردګو ولایت په تنګي دره کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي. 
ددغه کمیسیون په وینا وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وو چې له یوې مېلمستیا راستنېدل.
 د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند شکر الله مشکور وايي په دې اړه یې له بهرنیو ځواکونو سره خبرې پيل کړې دي او دوی اړ دي چې د یادو کورنیو زیانونه جبران کړي. 
د مشکور په خبره بهرني ځواکونه نه یوازې دا چې د زیانمنو کورنیو زیانونه ورکوي، بلکې ددې ژمنه به هم کوي چې نور د ورته پېښو له تکراره  مخنیوی کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته