پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان له وارداتي هېواده په صادراتي بدل شوی
نیټه: Thu, 12 Sep 2019 10:24:59 +0000

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان له وارداتي هېواده په صادراتي بدل شوی دی.
غني دغه څرګندونې د حیرتان بندر له لارې چین ته د افغانستان د لومړنۍ سوداګریزې محمولې د لېږد د نماځنې په مراسمو کې وکړې.
په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې غني دا یو بنسټیز بدلون یاد کړ او زیاته یې کړه چې دولت د خصوصي سکټور له همکارۍ پرته دا کار نشو کولی.
خبرپاڼه وايي چې ولسمشر په ټینګار سره خصوصي سکټور، کروندګر او صنعت کاران د افغانستان د پراختیا اتلان یاد کړل.
غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا، د افغانستان د هوايي دهلېزونو د پرانیستې له پیله تر اوسه ۷۸۳ پروازونه شوي چې په کې ۸۴۴۵ ټنه کرنیز توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته