پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاريان د غیر راجستر سیمکارتونو بندول غواړي
نیټه: Sat, 14 Sep 2019 10:55:32 +0000

 

په جلال اباد ښار کې د غیر راجستر سیمکارتونو د پلور په اړه د ځای خلکو شکایت او اندېښنې. 
ځای خلک وايي  په ډيرې اسانې سره په ډير کم قیمت سیمکارتونه پلورل کېږي ، چې د ګڼو امنیتي پېښو ، تښتونو او د کورنیو د ازار او ازیت سبب کیږي.
دوي له حکومت غواړي چې په ښار کې دې د غیر راجستر سیمکارتونو د پلور مخه ونیسي .
اصف خان د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی: (  د دې سیمکارتونو نه زنګ وهل کیږي نور شخص نه معلومیږي ، ځکه زنګ ترینه ووهل شي ، پېسې دومره راوړه او که رايي نه وړي بم درته ږدم ، نو که چیرته دغه سیمکارتونه راجستر شي ، نو دغه مشکلات به له منځه ولاړ شي )
جهانزیب رحیم د خاص کونړ ولسوالۍ اوسیدونکی: ( غیر راجستر سیمکارتونه د سرک په سر پیدا کیدای شي او بل ډير په اسانې پیدا کیږي ، که دیرش څلوېښت روپې هم چاته ورکړي درته يي راوړي ، او دا ډیر مشکلات رامنځته کوي ، غټ مشکلات چې دي ، اختطافونه رامنځته کیږي ، زنګونه وهي او که زنګ ووهي بیا هغه سیمکارت مات کړي ، ځکه په اسانې پیدا کیږي ، بل خلکو ته پرې مزاهمت کوي ، اکثرآ کورنیو کې زنان پرې په عذاب وي )
احسان الله   يو تن محصل: ( دا سیمکارتونه په هر ځای کې په جلال اباد ښار کې پیدا کیږي ، په اسانې سره ، نو حکومت نه مې دا غوښتنه ده چې دا سیمکارتونه دی په جلال اباد ښار کې بند کړي )
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ډاکټرانو هم په يوې ناسته کې د غیر راجستر سیمکارتونو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه او له حکومت يي د مخنیوي غوښتنه کړي وه .
روغتیاپال: ( له ولسمشر نه په ملي بنسټونو کې د ننګرهار د مهمو ادارو د سیستم جوړښت او تصفیه د غیر راجستر شو سیمکارتونو عاجل بندیدل او په دولتي چوکاټ کې ظرفیت جوړونه غواړو)
اترا او د ننګرهار د مخابراتو ریاست مسولین بیا په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو ولایتي اداره بیا دغه ستونزه يوه افغان شموله ستونزه ګڼي او زیاتوي چې څو ځله يي په دغه ښار کې د غیر راجستر سیمکارتونو د راټولولو په موخه کمپاینونه ترسره کړي دي.
عطاالله خوږیاڼي د ننګرهار د والي ویاند: ( تر هغه پورې چې ولایتي ادارې پورې مربوط ده ، موږ وخت په وخت ګډ کمیسیونه ټاکلي په جلال اباد ښار کې سیمکارټونه راټول کړي او اړونده مخابرتي شبکې يي جریمه کړي دي ،دا د خصوصي سکټور موضوع ده ، په ټوله کې په ملي کچه په دغه موضوع کار روان دی ، څه نا څه کارونه شوي دي ) 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې امنیتي پېښو ، تښتونو او د غیر راجستر سیمکارتونو په وسیله ګواښلو له امله ډاکټرانو هم څو ورځې کاربندیز کړي وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته