پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې له ۱۱شوراګانو سره د پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
نیټه: Mon, 30 Sep 2019 10:42:25 +0000

 

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولینو د یولسو شوراګانو سره د لس میلیونه افغانیو په ازښت د کرنیزه پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول. 
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنیر سمیع الله نصرت وايي په اقلیم شرایطو کې د خطراتو د کموالي پروژې له لاري په کامې، کوز کونړ او بهسودو ولسوالۍ کې د ښځو لپاره د لس شنو خونو ، اوه سوداګریزه شونو خونو ترڅنګ کانالونه ، سربندونه ، ویالي او پولچکونو د جوړولو هوکړلیک د يادو ولسوالیو د يولسو شوراګانو سره لاسلیک کړل.
نوموړی زیاتوي له یادو پروژو څخه به نږدې شپږ سوه کورنۍ ګټه پورته کړي او پرمټ به يي کابودوه  زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل  وايي د پروژو د شفافیت په برخه کې يي د پام وړ اقدامات ترسره کړي او له ولسونو يي هم غوښتنه دا ده چې د پروژو د کار په ښه شان څارنه ترسره کړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي او د يادو پروژو د پلې کیدا له امله خوښي څرګندوي او د کرنې او مالدارۍ ریاست څخه په دغه ولایت کې د کرنې په برخه کې د ورته نورو پروژو د پلي کيدا غوښتنه هم کوي.
ننګرهار په ختیځ کې يو له هغه ولایتونو څخه دی چې ګڼ شمیر کرنیزه ځمکه لري او د کرنیزه چارو کارپوهان په دې باور دې که په دغه ولایت کې د کرنې په برخه کې ورته پروژې پلې شي تر ډيره د هیواد د کرنیزه حصلاتو اړتیا تري پوره کیدلاي شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته