پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ټاکنو کمیسیون وايي له بیومټریک پرته کارول شوې رایې بې اعتباره دې
نیټه: Wed, 02 Oct 2019 11:29:39 +0000


 
د دټاکنو کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ ويلي ، له بايومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون يو وار بيا ټينګار کوي چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو يوازې بيومټريک رايې د اعتبار وړ دي.
تیره ورځ د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار وويل په ولسمشریزو ټاکنو کې له بیومټریک پرته کارول شوې رایې باید وشمېرل شي.
مسلمیار په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي خبرداری ورکوي او وایي چې له بیومټریک پرته کارول شوې رایې به د ټاکنو کمیسیون د رئیسې په پلار هم وشمیرو.
په عين حال کې د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي کابل ته به د رايو د صندوقونو او انتخاباتي موادو انتقال تر راروانې شنبی بشپړ شي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتيجې به د تلې په ٢٧مه او نهايي نتيجې د لړم په١٦مه اعلان شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته