پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته تللی
نیټه: Wed, 02 Oct 2019 12:02:33 +0000

 

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې اسلام اباد ته د ملا برادر په مشرۍ د دوی پلاوی له پاکستاني چارواکو سره ځینې مهمو مسلو خبرې کوي.
شاهین دا نه دي ویلي، چې دواړه لوري به پر څه خبرې کوي، خو زیاتوي چې د پاکستانیو چارواکو په بلنه دا سفر کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ تېره میاشت له هغه وروسته خبرې بندې شوې چې کابل کې د موټر بم برید له امله د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرې اول وځنډولې بیا یې ختمې اعلان کړې.
دا ګام په داسې مهال دی چې پاکستانۍ رسنۍ وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو پنځه کسیز پلاوی دغه هېواد ته رسېدلی دی.
خلیلزاد له چین وروسته اسلام اباد ته ځي او ټاکلې ده له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د افغان سولې خبرو په هکله نوې پرمختیاوې شریکې کړي.
نوموړي لس ورځې مخکې په نیویارک کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي و او د افغان سولې پر ځڼډېلي بهیر هم غږېدلي و.
د سولې د خبرو اترو له درېدو وروسته دا د سیمې هېوادونو ته د طالب استازیو سره څلورم سفر دی.
دوی له دې مخکې تهران، چین او روسیې ته سفر درلود.
له دې وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو بنسټ ته په وینا کې ویلي وو، امریکا که پر طالبانو کومه نیوکه لرلای، نو له مذاکراتو وړاندې یې خبره باید له پاکستان سره شریکه کړې وای.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د سولې خبرې اترې به ډېرې ژر بیا پيل شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي، او یا به‌یې پر وړاندې جګړه دوام وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ۷۴مه عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړې او طالبانو ته‌یې دا پیغام ورکړ.
د امریکا متحده ایالاتو په تېرو شااوخوا ۱۰ میاشتو کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې ۹ دوره خبري وکړې.
 بالاخره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد اعلان وکړ چې له طالبانو سره په اصولو کې یوې موافقې ته رسېدلي دي.
خو د سپټمبر د ۵مې نېټې د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو تر برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر ولیکل چې په کمپ ډېوېډ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني او د طالبانو له مشرانو سره خبرې لغوه کړې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته