پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

وېلز: يوازي رسمي ټاکنیز بنسټونه کولې شي ډټاکنوپایلې اعلان کړي
نیټه: Wed, 02 Oct 2019 13:20:17 +0000

 

د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشره الیس وېلز له ټاکنیزو ادارو هیله کړې چې د شکایتونو څېړلو او د مهالوېش له مخې د پایلو د تنظیمولو په ګډون به د ټاکنو د باورمنتیا لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.
هغې خپل بیان کې ویلي، چې دا هرڅه د افغان رایه ور کوونکو او نړیووالې ټولنې ته د ټاکنو کره توب او روڼتیا خورا مهمه ده.
د هغې په خبره، افغان ادارو کې یوازې د ټاکنو خپلواک کمېسون پایلې اعلانولی شي.
نوموړې ویلي چې نوماندان او ملاتړي یې باید خپلو اټکلونو سره د ټاکنو پایلو په هکله وړاندوینه ونه کړي. 
د امریکايي چارواکو دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د ټاکنو نوماند او اجراییه ریس عبدالله عبدالله وړمه ورځ وویل، ټاکنډله به یې راتلونکی حکومت جوړوي.
خو په ځواب کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم لومړي مرستیال وویل، ډېرې رایې دوی ګټلې دي.
که څه هم د ټاکنو کمېسون وايي، چې ۹۰ سلنه رایپاڼې کابل ته لېږدول شوې دي.
ټاکلې وه د رایو شمېر لپاره دغه کمېسون کې مرکز سې شنبهکار پیل کړي، خو لا هم د دې مرکز کار نه دی پیل شوی.
کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په دې تړاو اندېښنه ښودلې او یوه ټوېټ کې یې لیکلي دي په دې تړاو چې دا مرکز به کله پرانیستل کېږي، د افغان ټاکنو په هکله اندېښنې پیدا شوې دي.
ده ویلي چې افغانانو او کورنیو څارونکو ته مهمه ده چې په دې تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسون وضاحت وکړي.
دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایې چې دوي د قانون له مخې د تلې په ۲۷ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او په کابل کې د ملګرو ملتونو خاص استازي له نوماندانو څخه غوښتي چې په خپل سر د بریا اعلان ونه کړي او د ټاکنو د کمېسیون فیصلو ته انتظار وباسي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته