پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په غني خيلوکې دځينو پروژو کارونه پيل شول
نیټه: Thu, 03 Oct 2019 11:20:57 +0000

 

د ننګرهار ولایتي چارواکو ددي ولایت غني خيلو ولسوالۍ ته په سفرکي په یاده ولسوالۍ کې د ۶۸۹ اشاریه دري  میلونه افغانيو په ارزښت دځينو پروژو کارونه پیل کړل ، ځيني یې ګټي اخیستني ته وسپارلي او یو شمير یې لا له وړاندي تر کار لاندي وي. 
چارواکي وایې پدي پروژو کې دغني خېلو دمرکزې روغتیایې مرکز دمراجعینو دتم ځای ګټي اخیستني ته سپارل ،بزګرانو سره د تخمونو او سرو دمرستي ترڅنګ د ځينو ښوونځيواو سړکونو جوړول شامل دي.
ځایې خلک که څه هم ددي پروژو په پیل خوښ دي خو لاهم له ولایتي اداري ګيله من دي.
دوي وایې ولایتي اداری دي ولسوالۍ ته دبیا رغوني په برخه کي خاص پام ندی کړی او لویه ګيله یې پدي ولسوالۍ کې د ځينو ښوونځيو دسرپنا نشتون باله.
خو ولایتي چارواکې وایې اوس پدي ولسوالۍ کې تر پخوا امنیتي وضعيت ښه شوی او یادي ولسوالۍ ته به درغنیزو پروژو په تطبیق خپل پام ډېر کړي. 
د ننګرهار والي له ځایې هستوګنو هم غوښتنه وکړه چې دپروژو دښه تطبیق لپاره دي له یادو پروژو دڅارني ترڅنګ دتطبقوونکو ادارو سره همکاری وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته