
د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ناندرۍ دوام کې ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې رد کړې دي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په تازه څرګندونو کې ویلي، د سولې په اړه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند څرګندونې د هغه شخصي نظر دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ د سولې لپاره د پاکستان د هڅو هرکلی کړی و.
خو اوس د ولسمشر ویاند وايي د سولې لپاره ټوله پالیسي ارګ جوړه کړې ده او دوی یې عملي کوي.
د صدیقي په وینا افغان حکومت ته هغه خبرې د منلو وړ دي چې د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مالکیت وي.
ارګ تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو له لوري د طالب استازو هرکلی هم غندلی و او ویلي یې وو د اسلام اباد دغه کار د ټولو ديپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی.
|