پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان: طالبان لا هم له امریکا سره احتمالي هوکړې ته ژمن دي
نیټه: Sat, 05 Oct 2019 11:00:02 +0000

 

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له رویټرز سره په خبرو کې ویلې وسله وال طالبان لا هم هغه احتمالي هوکړې ته ژمن دي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ پرې مذاکرات شوي وو. 
دده په خبره امریکا که وغواړي طالبان دې ته هم تیاری لري چې خبرې ورسره پیل کړي. 
قریشي ټینګار کړی چې پاکستان د خبرو د بیا پيلېدو پلوی دی او په دې برخه کې هڅه کوي.
 درې ورځې کېږي طالب استازي په پاکستان کې دي او هلته یې ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.
 رسنیو په خپلو تحلیلونو او راپورونو کې ویلي، چې ښایي له همدې سره د طالبانو او امریکا ترمنځ په ټپه درېدلې خبرې یو ځل بیا پيل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته