پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امريکا: د طالبانو پر ضد مو هوايي بريدونه ډير کړي
نیټه: Sat, 05 Oct 2019 11:54:01 +0000

 

د امریکا دفاع وزیر وايي د ټرمپ په امر يي په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه ډېر کړي.
 د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر په تازه څرګندونو کې ویلي، وروسته تر دې چې ټرمپ له طالبانو سره د خبرو د لغوه کېدو اعلان وکړ، ورسره جوخت یې ددغه ډلې پر ضد د عملیاتو د ډېرېدو سپارښتنه هم وکړه.
 دده په وینا له همدې سره د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ډېر شوي دي.
 مارک وایي چې په دې عملیاتو کې طالب وسله والو او ددوی مشرانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
 د پنټاګون مشر دا هم وویل، چې افغان پوځیان په ځمکنیو عملیاتو کې ډېره ونډه اخلي او د امریکايي پوځيانو هوايي ملاتړ له ځان سره لري.
 د پنټاګون ځینو نورو چارواکو هم امریکايي رسنیو ته ویلي، چې تر دې دمه د طالبانو پر ضد د عملیاتو کمولو یا د جګړې په ډګر کې د بدلون راوستلو په اړه کومه لارښوونه نه ده ورته شوې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته