پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اشرف غني: هوايي ځواک د ځان بسایني لوري ته نږدی شوی
نیټه: Sat, 05 Oct 2019 12:49:41 +0000

 

افغان ځواکونو کې بنیادي بدلون رامنځته شوي او هوايي ځواکونه د ځان بسایني لور ته نږدې دي. 
ولسمشر غني د دې څرګندونو ترڅنګ زیاتوي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملي وګړو خوندیتوب ته پام کوي او هر ګړۍ د خپلې خاوري او ولس د ساتني پر خاطر ترهګرو سره لاس او ګریوان دي.
ولسمشر غني وايي په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت کې تر ډيره د فساد مخه نیولي او په لویه کچه يي په امنیتي ارګانونو کې يو ستر بدلون رامنځته کړي دي. 
 ولسمشر غني یادې څرګندوني په پلازمینه کې ملي او دفاعي ځواکونو ته د ولسمشر د ځانګړي حکم پراساس د اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې وکړي.
 دا په داسې حال کې ده تر دې وړاندي هم د ښارجوړوني او عراضی وزارت د ولسمشر غني د يو فرمان په اساس په پلازمینه کابل کې ۱۱۷۷ د هستوګني نمرې د ملي او امنیتي ځواکونو د شهیدان د ورثو لپاره ویشلي وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته