پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ښووونکي: ناامنيو يي په تدرېسي بهیر بده اغیزه کړې
نیټه: Sat, 05 Oct 2019 12:57:33 +0000

 

په افغانستان کې ښوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. 
په کابل کې د رابیعه بلخي د لېسي ښوونکو د ښوونکي د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وویل د معاش کمښت او د زده کړي لپاره لازمو سهولتونو نشتون يي تدرېسي بهیر له پروړاندي خنډونه ایجاد کړي دي خو په خبره يي بیا هم ښوونکي هڅه کوي چې په هر حالت کې خپلو زده کړیالانو ته په ښه شان تدرېسي ترسره کړي. دوي د دې سربیره له امنیتي ستونزو سره هم سرټکوي ، او زیاتوي چې چاودني ، ځانمرګي بریدونه او ګڼي نورې پېښي نور هغه څه دې چې د دوي تدريسي برخه يي زیانمن کړي ده. 
په همدې حال کې د پوهني وزارت تر یو بریده یادې ستونزې مني او زیاتوي چې د ښوونکو لپاره د هستوګني د ځایونو سربیره د ګڼ شمیر نورو ستونزو د حل په موخه يي طرحه جوړه کړي او ډير ژر به د عملي کیدا په موخه اقدامات ترسره کړي. 
 د روان عېسوي کال د سپټمبر پنځمه چې په نړۍ کې د ښوونکي د نړیوالي ورځ په نامه نومول شوي ، هر کال د نړۍ د نورو هیوادونو په څير په افغانستان کې هم لمانځل کیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته