پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هند: افغان حکومت باید د سولې په مذاکراتو کې شریک وي
نیټه: Sat, 05 Oct 2019 13:05:37 +0000

 

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د سولې د ټولو اقداماتو هرکلی کوي خو ټولې ښکېلې خواوې په ځانګړې توګه د افغانستان منتخب حکومت باید د سولې په مذاکراتو کې شریک وي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر او قطرمېشتو طالب مشرانو د پنجشنبه په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د پوځ د استخباراتو مرکزي ادارې (ای اس ای) له رییس جنرال فیض حمید سره وکتل
په رسنیو کې راپورونه راغلي و چې ګواکې طالبانو د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلي، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې صدراعظم له طالبانو سره نه دي کتلي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د راویش کومار ویلي، هغه خبرې پایلې ته رسېدلی شي، چې ښکېل اړخونه یې اساسي قانون او نورو قانوني واکونو ته درناوی ولري.
 دده په وینا افغانستان یو منتخب او قانوني حکومت لري چې باید د سولې په ټولو خبرو او فعالیتونو کې حاضر وي. 
راویش کومار زیاته کړې هند هم د هغو مذاکراتو او خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه او مالکیت مخ ته لاړې شي. 
تر دې وړاندې څو ورځې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې او په خبره یې یوازې د هغو خبرو هرکلی کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ځي.
له طالبانو سره د امریکا له خوا د سولې خبرو تر لغوه کولو وروسته دا د سیمې هېوادونو ته د طالبانو څلورم سفر دی. 
طالبان له پاکستانه مخکې چین، ایران او روسیې ته هم تللي وو.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته