پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکې: خواجه غار ولسوالۍ يي له طالبانو تصفیه کړې
نیټه: Sun, 06 Oct 2019 11:06:48 +0000

 

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۷ پامیر قول اردو وایي، د تخار خواجه غار ولسوالۍ یې له هغو طالبانو تصفیه کړې چې په دې وروستیو کې له ګاونډي ولایت کندوز څخه دې ولسوالۍ ته ورغلي وو.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې چې له هوایي ملاتړه هم برخمن وو، پرون مازدیګر مهال په خواجه غار ولسوالۍ کې مخالفان سخت وځپل شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لومړنیو راپورونو له مخې لس طالبان وژل شوي او پنځه نورټپیان شوي او طالبان د دې ولسوالۍ له مرکز او شاوخوا سیمو څخه په شا تمبول شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته