پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خواجه عمري ولسوالۍ کي ۴۳ نيول شوي کسان خوشې شول
نیټه: Sun, 06 Oct 2019 11:38:23 +0000

 

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ هغه لسګونه اوسیدونکي چې د پنجشنبې په ورځ طالبانو له ځان سره بیولې و، پرون بیرته خوشې شول.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ ۴۳ اوسیدونکي چې دوه ورځې مخکې طالبانو یرغمل کړي او یوه نامعلوم ځای ته یې بیولي وو بیرته خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.
هغه ویلي چې طالبانو نیولي کسان د قومي مخورو په منځګړیتوب خوشي کړي دي.
نوري په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې په دې اړه څیړنه کیږي.
دسیمې او سیدونکې وايي، په دې کلي کې طالبان واکمن دي او دا لومړی ځل دی چې هلته د ځايي خلکو او طالبانو ترمنځ اخ و ډب رامنځ شوی دی.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته