پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ښوونکې: له ذهني فشار سره مخ یو
نیټه: Sun, 06 Oct 2019 12:04:38 +0000

 

ننګرهار کي یو شمېر ښوونکو دښوونکي ورځي دنمانځني په مراسمو کي وویل په هغو ژمنو چې له مخي به یې ښوونکو ته دهستوګني لپاره یوه، یوه نمره ځمکه ورکول کېږي کلونه اوښتي خو لا هم د ځمکي خاوندان ندی.
دوي وایې میاشتنۍ تنخوا یې خو یواځي کورني مصارف هم نشي پوره کولی او دکرایه کورونو دکرایو ورکړي هم تري لارې ورکي کړي چې له امله یې ښوونکې  له ذهني فشار سره مخ دي.
زده کوونکي هم وایې دښوونکو کمزوري اقتصاد ، دمیاشتنیو تنخواو کمښت او د کرایه کورونو دکرایو ورکړه هغه څه دی چې دښوونکو په رواني حالت اغیز کوي او له امله یې دزده کوونکو درسي بهېر هم زیانمنېږي.
ولایتي چارواکې هم ستونزه مني او دحل لپاره یې د خپلو هڅو د دوام وایې. 
خو دمعارف ریاست چارواکې بیا وایې د ځينو ښارګوټو کارونه یې نهایې شوي او دنمرو د وېش په برخه کې یې هیڅ قانوني ستونزه نشته او یواځې دښارجوړوني وزارت چارواکې یې دنا مالومو دلایلو له امله دنمرو وېش ځنډولي.
ولایتي چارواکو دښوونکې دنړيوالي ورځي دنمانځني پدي مراسمو کې وویل ننګرهار شاوخوا ۲۳ زره ښوونکو ته اړتیا لري چې اوس مهال په ټول ننګرهار کي یواځې اتلس زره ښوونکي ګمارل شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته