
په دې وروستیو کې په ټولنیزه رسنیو کې د يوه افغان کډوال ویډيو ښکته پورته کیږي ، کوم چې په ایران کې د ایراني ځواکونو له لوري د وهلو او شکنجه کولو وروسته ساه ورکوی.
راټول شوي خلک وايي له اوږدې مودې راهیسي په ايران کې له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو ناوړه چلند دوام لري .
دوی زیاتوي د ایران حکومت نه يواځي دا چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ترسره کوي بلکي وخت ناوخت يي د سوريې جګړي ته هم استوي.
دوی په افغان حکومت هم نیوکه کوي چې هر څه ویني ، خو بیا هم په ایران کې د مېشتو افغانانو د حقونو په پار غږ نه پورته کوي.
د دوی په خبره افغان حکومت دې د افغانانو سره د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند په بدل کې په کابل کې د ایران سفارت وتړي او یادې سفیر احضار کړي.
د ایران سفارت بیا تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دې شریک کړي ، خو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه يې له ایراني حکومت څخه د سپیناوي غوښتنه کړي ده.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندي هم په کراتو کراتو په ټولنیزه رسنیو کې داسې ویډيو ګانې خپرې شوي چې ایراني ځواکونه په کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ترسره کوي.
|