پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهارکې د ټولي قوماندان په ډزو وژل شوې
نیټه: Mon, 07 Oct 2019 11:01:24 +0000

 

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د يوه ټولي قوماندان د بلوک د قوماندان له لوري وژل شوی دى.
 د چارواکو په وينا، دغه پېښه د دواړو قوماندانانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ كې نن سهار وختي د حميدالله په نوم د سرحدي ځواکونو د ټولي قوماندان د بلوك د قوماندان له لوري په ډزو وژل شوى دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ویلي بريد كوونكى قوماندان د امنيتي سرتېرو لخوا په ټپي حالت كې نيول شوى او څېړنې ترې روانې دي.
بايد وويل شي، چې په لومړي ځل په ننګرهار كې داسې پېښه رامنځته شوې ده.
بلخوا په ختیځ کې د  ۲۰۱ سیلاب قول اردو وايي چی دایتلاف قواوو بی پیلوټه الوتکی نن سهار دننګرهارولایت خوګیاڼو ولسوالی دمیاه ګانوتنګي په سیمه کی د وسلوالوطالبانو په یوپټنځای هوایی بریدکړی چی په ترڅ کې یې د طالب قوماندان عمرتنګیوال (۶) تنه جنګیالي وژل شوي او(۱) تن بل یی ټپی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه ددې برید په اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته