پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ۱۷ تنه دولت ضد وسله وال له حکومت سره یوځای شول
نیټه: Mon, 07 Oct 2019 11:28:15 +0000

 

چارواکي وايي يادو وسله والو د خوږياڼو ، پچیراګام ، بټي کوټ او اچین ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.
په ننګرهار لس وسله وال طالبان د سولۍ له بهیر سره یوځای شول او ۷ داعش د ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شول.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي يادو وسله وال وروسته له هغې وسله پرځمکه کېښوده چې امنیتي ځواکونو د دوې پرضد په بیلابیلو سیمو کې پراخه عملیات په لاره واچول.
د نوموړي په خبره يادو وسله والو د خوږياڼو ، پچیراګام ، بټي کوټ او اچین ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.
شاه محمود میاخیل د ننګرهار والي: (  دا اولس کسه چې تاسو يي ګوري چې لس طالبان او اوه نور يي داعش سره اړیکي درلودې چې د ملي امنیت په هلو ځلو له حکومت سره یوځای شول)
په همدې حال کې د سولې له بهیر سره یوځای شوي وسله وال طالبان او له حکومت سره یو ځای شوي داعش جنګیالي يادو ډلو د خرابو کړنو له درک وروسته وسله پرځمکه کېښوده او له افغان حکومت سره يوځای شول
چمن ګل تسلیم شوي داعش جنګیالی: ( دوه کاله مې د داعش سره فعالیت وکړ ، دوه مې وریرونه وو، یو زه وم ، په هغې کار پښيمانه شوم ، د دولت لمن پراخه ده راغلو له حکومت سره يوځای شو، نه موږ په پاکستانیانو غلطیږو نه په ایرانیانو)
ضیا الله د سولې له بهیر سره یوځای شوی طالب: ( دوه کاله مې د امارت سره د جهاد په نوم تللي وم ، چې کله مې ولیدل چې مشران يي په پاکستان کې دي د پاکستان د پوجیانو غلامي کوي ، نو وسله مې کېښوده راغلم او د حکومت سره يوځای شوم)
بلخوا امنیتي ځواکونو د داعش جنګیالیو له قید آزاد کړای شوی کوچنی ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپاره کوم چې درې میاشتي په پچیراګام ولسوالۍ کې په قید کې ساتلی وو.
شاه محمود میاخیل د ننګرهار والي :( دا ماشوم داعشیانو په دې تور نیولاي وو، چې د حکومت لپاره معلومات تهیه کوي ، نو دا هم دداعش له منګولو خلاص شو ، د ملي امنیت نه مننه کوم ، نن به يي خپلې کورني ته وسپارو)
په همدې حال کې دغې کوچني ماشوم او د کورنۍ غړي له امنیتي ځواکونو مننه کوي چې له دوي سره د یاد ماشوم په آزادولو کې مرسته وکړه .
مسعود د داعش له منګولو آزاد شوی ماشوم ( ما وډیسار کې مال پیولو چې داعشیان راغلل زه يي ونیولم او ویل يي ته حکومت ته معلومات ورکوي چې پرموږ بمبار کوي ، هغو سره بندي وم ، سخت ظلمونه يي راباندي کول )
آدم خان د داعش له منګولو دآزاد شوي ماشوم پلار:( زه له ملي امنیت نه مننه کوم چې زما ځوی يي د داعش له منګولو آزاد کړ او ماته يي وسپارلو)
که څه هم په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د وسله والو پرضد عملیاتونه زیات شوي خو لا هم په دغه ولایت کې يو شمیر سیمي شته چې طالب او داعش تر ولکي لاندي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته