پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ميرمنو دظرفيت لوړوني په موخه درې ورځنی سمنارپيل شو
نیټه: Mon, 07 Oct 2019 11:37:24 +0000

 

ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا دلاسي صنایعو په برخه کې دمیرمنو د ظرفیت لوړوني په موخه یوشمېر ښځو ته د ري ورځنی سیمناردایر شو.
خو ددی ولایت دلاسي صنایعو اتحاديې مشره وایې په بهرنيو هېوادونو کې دلاسي صنایعو په جوړیدونکو نندارتونو کې چې داطلاعاتو او کلتور وزارت دسیاحت دبرخي مسؤلين ورته له هېواده صنعتکاری میرمني لېږدوي دننګرهاریو میرمنو برخه پکي خواره کمه ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت  د ګرځندوي مالي او اداري معينه مژګان مصطفوي چې دنندارتون ليدو ته راغلي وه رسنيو سره یې په خبرو کې رد  کړه چې ګني دننګرهاریو میرمنو ونډه نورو ولایتونو ته ورکول کېږي. 
داطلاعاتو او کلتور وزارت دا چارواکي وایې ننګرهاریو میرمنو د لاسی صنعت په برخه کې دپام وړ کارکړی.
د صنعتکارو میرمنو دښځینه لاسي توکو ته دجلا بازار نشتون بله هغه ستونزه یاده کړه چې په وینا یې د دوي د لاسی صنعت په کاروبار یې ناوړه اغیزه کړی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته