پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد کې چاودنې ۳۷ کسان مړه او ټپیان کړي
نیټه: Mon, 07 Oct 2019 13:43:27 +0000

 

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي اردو پر یوه کاسټر موټر چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند وایي چاودېدونکي توکي په یوه زرنج کې ځای پرځای شوي وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په دغه موټر کې د ملي اردو د جلب او جذب سرتېري سپاره و چې د پوهنتون روغتون سره نزدې پرې نن مازدیګر څلور نیمې بجې چاودنه وشوه.
د هغه په وینا په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
خوګیاني وویل چې 
د ننګرهار ولایتي روغتون چارواکي وایي چې ددغې پېښې یو مړی او ۲۹ ټپیان دوی ته وروړل شوي دي.
تراوسه چا ددغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته