پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د غزني پوهنتون کې چاودنې ۲۳ تنه ټپیان کړي
نیټه: Tue, 08 Oct 2019 10:41:29 +0000

 

د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو پوهنځۍ یو ټولګي کې د چاودنې له امله ۲۳ تنه محصلین ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن سې شنبه  سهار لس بجې په یاد ټولګي کې د درس ویلو پر مهال رامنځته شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۲۳ تنه محصلین ټپيان شوي دی.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې دغه ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي. 
بلې ډلې هم تر دا مهاله مسؤلیت نه دی منلی.
بلخوا د غزني د روغتون یوه مسؤل ډاکټر عبدالبصیر رامکي ویلي ، چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲۵ټپيان وروړل شوي دي، چې ۱۸ نجونې او پاتې نارینه محصلین پکې شامل دي.
د دغه ولایت روغتیايي چارواکو د درېو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.
د غزني چارواکو ویلي، چې په دغه چاودنه کې د پوهنتون کوم محصل نه دی وژل شوی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته